نظم

اپريدي په خوی پردي دي

Khushal Khan Khattak

اپريدي په خوی پردي دي

په ياريې يې نفرين

څه تيرا څه يې وگړي

څه يې ملک څه يې آيين

دوه درې څټې غله واخلي

څوک چې ښه وکا سادين

نه يې لمونځ نه يې روژه شته

دشيطان لري تلقين

ځکه هسې اولجې دي

چې نه رزق لري نه دين

يو لعنت په اپريدي شه

سل لعنته يې په دېشين

اپريدي لا څه په رنگ دي

دېشين لا دي ترې بېدين

خدای دې دواړه قومه ورک کا

په دا زر ورځې امين