غزل
عقل سل د مصلحت بندونه جوړ کا
Khushal Khan Khattakعقل سل د مصلحت بندونه جوړ کا
چې د عشق سېلاب پرې راشي واړه نور کا
ماته مه وايه عاقله! چې عشق څه دی؟
که مين شې تا به م له عقله موړ کا
زه به هيڅکله له عشقه نه وانه وړم
عقل څه په قهر تل د گوتو مروړ کا
زه که هر څو خپل پيوند شلوم له عشقه
ولې ما او عشق خدای لا وبله جوړ کا
زما عمر په حساب تر شلو زيات دی
د عشق غم به مې په دېرش کاله کې زوړ کا
که يې چېرې د خپل يار په وصال لاس شي
بې چاره خوشال به هم خاطر پرې سوړ کا