غزل

عارف سړی هغه دی چې يې شناخت وشو دځان

Khushal Khan Khattak

عارف سړی هغه دی چې يې شناخت وشو دځان

د ځان په معرفت کې معرفت دی د سبحان

چې ترس يې د زړه نه وي، نه عمل لري د نېکو

په دا يې نظر مه کړه چې په ياد لولي قرآن

په کور کې دې بلا دي دا د نفس غلطې چارې

که ته په ځان شيطان نه شې بل هيڅ نشته شيطان

حرص مه کړه، هوا پرېږده، له هر چا نه پرې کړه طمعه

بل نوم به په تا نه ږدم، په ځان نوم کښېږده سلطان

چې خدای يې په لار نه کا، په ويل به په لار نه شي

که پاڅوې له گوره و هغه وته لقمان

عيسی په معجزه سره ړانده سړي بينا کړل

دانا يې په دعا نه شو به عمر يو نادان

که هيڅ ور څخه نه وي، غم دې نه کا، که دانا وي

خوشال خټک گواهي لي د دانا نشته ارمان