نظم
ارمان
Khushal Khan Khattakهمېشه دې مخامخ ورته ښکنځل کړی
دخوشال خټک و تا وته دعا وی
که په زړه کې مې د يار مهر وفا وی
کله دا رنگ په نصيب خواري زما وی
زه چې هومره پسې ژاړم فلک خاندي
درېغه مخ زما د يار ليدلی چا وی
چې مې وويني غرڅه غوندې ترهېږي
که په خوی راسره لږ غوندې اشنا وی
د هجران شپه مې يلدا شوه نه تېرېږي
يا په خوب څه خو اوده شوي يا سبا وي
دور يې اندېښنې له منځه ولاړې
بيا د يار په مخ مې ذوق او تماشا وی
د قصدمنو په ويل له ما ماڼې کا
ما به حال ورته عرضه کړ که پخلا وی
تر نقاب يې مخ ښکاره کړلی وماته
دين دنيا مې ورته واړه رونما وی
هوښياري د دنيا مال دولت دنورو
چې ملنگ د موسلې شوم خو هم دا وی
ای چې وايې ښيښه ماته کړه پارسا ته
ښه ويل کړې د بهار په وخت پارسا وی
د شرابو جام په لاس توبه په شونډو
يا يک لخته لا يعقل وی يا تقوا وی
دا کشور له سر تر پايه کفرستان شو
يا مې ځای کړی غاړې غرونه يا غزاوی
نه به سپک نه به بدنام نه به بد بوی و
که بورا غوندې گونگټ په گل شيدا وی
د رقيب د مرگ آواز وشو په کلي
سخ په دا ساعت که دا ويل رښتيا وی
خوږه خوله يې دخوږو شکروخوان ده
په داخوان باندې زه وږی يک تنها وی
سونتي مې به دنورو هومره نه کړه
که په ماباندې نظر مهر دتا وی
د کاکلو تر نافې به يې خجل شوه
که حاضره اوس هوسيه د خطا وی
د شندي د نرگس فرق به سره نه و
که گلونه د چمن واړه زېبا وی
نيت له هر چا سره ښه لره خوشاله
په هر کار کې د سړي دی نيت رهبر
په هيڅ رنگ به د عالم له خولې خلاص نه شې
که په خوی کې له فرښتو شې برابر
په ځوانۍ کې که تقوا کړې دا به وايې
له هوسه وووت خاورې يې په سر
په پيرۍ کې که هوس کړې دا به وايې
چې په سپينه ږيره څه کا گيدی خر
له خبرو که خوله ونيسې خاموش شې
نوم به زر کېږدي په تا د غوبل ستور
که خوله پرانېزې هر چاته دا به وايي
چې گړېږي ماغزه نه لري د سر
که له خلکو گوښه گير شې دا به وايي
چې ځان روغ په خلکو نه ويني مگر
که هر چا لره ور درومي دا به وايي
چې سبا په بېگاه گرځي در په در
که دنيا ډېره گټې په ځان يې نه خورې
د شوم نوم به په تا کېږدي خپل پسر
که په هر چا لوسته کړې د خپلو زرو
دا به وايي چې د غلا يې دي دا زر
که توانگر شې د قارون په نام باله شې
بې شعور کم بخت باله شي نا توانگر
که ځواب وچاته نه ور کړې په ځواب کې
وايي هيڅ نه دی غوولی بې هنر
که ښې ښې خبرې وکړې په ځواب کې
وايي څه خرامزاده دی لنډور
که په توره مړنی شې گډوې يې
لېونی جاهل دې بولي هم ابتر
که له جنگ په ستنه اوسې واره گورې
وايې ځان ساتي نامرد دی نه زړور
که زربفت ميلک اغوندې تکلف کړې
وايي دا د ښځو خوی دی نه دتر
که ساده جامې اغوندې درته وايي
چې د شوم او د ممسک وي هسې چر
که سفر د هر ديار کړې درته وايي
چې حرص يې گرځوي په هر ه لير
که په کور کښېنې هيڅ لوري وته نه ځې
وايي کښېناست په خپل کور لکه دختر
که لونډ گرځې واده ته هوس نه کړې
بيا دې بولي هيز نامرد، مرده ذکر
که واده وکړې بيا دا درباندې وايي
آزاده ښه نه و، شو په بلا سر
دا څه، زر دا هسې رنگ ملامت نور شته
که يې کښم درته به ساز کړم يو دفتر
خدای لا هم ځنې خلاص نه دی که يې گورې
چې ترسا يې د عيسی بولي پدر
زه او ته د چا په ياد په څه شماره يو
د عالم له خولې خلاص نه و پيغامبر
يا سردار لره خپل عقل
يا وزير صاحب تدبير
که هر څو يې عقل ډېر وي
بيا هم بويه ښه وزير
که دا نه وي، نه هغه وي
په ژوندون يې بويه وير
ښه سردار لره دوه کاره
دايم بويه په ضمير
يو دې هسې رنگ بخشش کا
چې په کې نه وي تبذير
چې بې ځايه تربيت کا
د تبذير لري نظير
د تازي دې تربيت کا
په کوټه دې نه شي خير
باز د چرگ، چرگ د دانو دی
ښه دې پوه شي په دا ځير
بل چې جنگ ته تياری کا
په دښمن دې شي خبير
که لښکر يې يگانه وي
بيا دې کا دجنگ تدبير
کله جنگ وته هوسکا
چې آشتي مومي بشير
که په صلحه کې روزگار شي
څه حاجت د تېغ و تير
په دنيا دې سرښندل شي
يا چې حکم وي دپير
يا چې کار دناموس پېښ شي
هور ته هم نه شي تقصير
که نه څوک نيسي ځان تېغ ته
نه شلغم دی نه پنير
چې نيولی په عقرب کې
نوی باز وي بې نظير
ياوه مير ښکاري يې مړ کا
وايي مړ شو په تقدير