نظم
ارمان د ميرې د هوسيو د آهوگردان
Khushal Khan Khattakدميرې هوسيو درېغه
واړه سټې شوئ بې تېغه
زه دلې په رتنهبور
ستاسې ښکار کا هورې نور
ډېر ارمان افسوس افسوس
چې مې نور وړي ونډې اوس
نه به بيا د ښکار سامان کړم
نه به بيا آهو گردان کړم
نه به بيا د ښکار و دا دين وي
نه به بيا آسونه زين وي
نه به بيا ټوپک په غاړه
راسره وي جوړې دواړه
نه به بيا رمه تر ميان کړو
نه به پير باندې شان شان کړو
نه به شيس و ټوپک وير کړم
نه به بيا ماشه په ځير کړم
نه به بيا زما له سيره
هوسۍ درومي سره وېره
نه به بيا وړاندې عثمان ځي
ورپسې به نور سپايان ځي
نه به بيا حتا ځي وړاندې
چې نارې سورې به کاندي
نه به بيا له ښادي خانه
د ښکار شغل کړم څو شانه
نه به باز يحيی خان دواړه
راشي بيا د سيند په غاړه
نه به زه د دوی د پاره
تور تارو راړوم له ښکاره
نه به بيا په محل ستړی
ورشم ښکار د ميرې کړی
نه به صدر خوا ته راشي
چې دزړه کلفت مې وا شي