نظم

ارمان د نيلاب دساړه توی د بزونو د ښکار

Khushal Khan Khattak

د نيلاب د غرو بزونه

چې ښکاره شي لوی ښکرونه

رايی هی کا له غربين

مهمندي تر سرادين

د پرنا نارې سورې دي

بزونه سر هلئ هورې دي

چې دناو ډزا ډزا وي

د کمرو انگېزا وي

لکه جنگ په دوه صفونه

هسې کوکې شي په غرونه

چې پرې ورباندې راشي

څه خوښي د زړه پيدا شي

نندارې ته يې حيران شي

و گوزار ته يې څو شان شي

ښکاريان ږغ کا يو تر بله

لېچې وخورې وله وله

چې له تېره سره تير شي

په غورزي باندې تکبير شي

يو گوزار چې رسا وشي

زړه دې بې حده ډئر ښه شي

په گوزار چې غر څه کوږ شي

ننه زړه د ښکاري خوږ شي

رسا غشی غر څه کوږ کا

ننه زړه د ښکاري خوږ کا

واړه لرې د زړه زنگ شي

ور چې کله په تفنگ شي

ما وی تل به دا هوس کړم

مگر ومرم چې يې بس کړم

لا حيات په دنيا پايم

جوړ صورت ځنې جدا يم

له همه هوسه ولاړم

گرم خو نه يم که تل ژاړم

واړه چارې سل کارونه

سل هوسه سل ښکارونه

دا همه واړه که ښه دي

يکايک مېشته په زړه دي

چې زما د زړه ارمان دي

په جهان کې ښه ياران دي

په زړه زر داغه لرمه

په ديدن پسې يې مرمه

په ژړا په بوږه غاړه

په بار بار سلام په واړه

کور دې وران د آسمان شي

چې يې دور په هر شان شي

ښه مين سره جلا کا

تل يې سر په واوېلا کا

گاه د آه لمبې تر خولې ځي

گاه له دوو سترگو ولې ځي

ننه زړه ذره ذره کا

درست گوگل آتشکده کا

ښايسته څهرې گلگونې

په زمان کا دگرگونې

تاريکي کاندي په زړونو

پرې تبۍ کښېږدي د غرونو

درست آرام يوسي له دله

واړه کام يوسي له دله

عقل بل کا فکر بل کا

رنگ دې تور لکه کويل کا

نه يې خوب نه يې خوراک وي

لکه خوږ غر څه الواک وي

چې غرڅه يې په ځان وخوري

دا ښه بوی کا نور يې نه خوري

د رمې سره تله نه کا

تنها گوښی گرځېده کا

کله پرېوځي لکه پاڅي

په دا کار يې ښکاريان ناڅي

زه هغه زخمي غر څه يم

همېشه په خوږ اخته يم

ډېر بنديان په رنتهبور کې

ناست دي خوښ لکه په کور کې

يا پخپل گناه قايل دي

ځکه هسې فارغ دل دي

يايې غم تنها په ځان دی

په خپل ځای په ملک مکان دي

يا تر نام وننگه تېر دي

نه د تير نه د شمشېر دي

يا د ښکار له ذوقه نهيل دي

سرليه خشوي په سيل دي

يا يې نشته کښلي زويه

چې خپل ځان ورپسې زدويه

يايې نشته ډېرې لوڼه

چې هيڅ کور نه وي له موڼه

يايې زړه نه دی چا وړی

يا يې عمر دی تېر کړی

هغه باد چې کابل خېز دی

په ما واړه عنبر بېز دی

څوک چې ياد کاندي کابل

په کوگل مې شي غلغل

څوک چې ياد کا پېښور

زړه زما شي منور

څوک چې ياد کاندي اټک

قافيه کړم د خټک

څوک چې ياد کاندي بل سرای

دما ياد شي غه خپل سرای

څوک چې ياد کاندي لاهور

هم مې وشي د زړه زور

د کابل که د پنجاب دي

که سړي دي که کلاب دي

چې دما په نظر کښېوځي

څو مې زړه ورباندې پرېوځي

په پوښتنه، په پوښتنه

هر احوال پوښتم له ده نه

په تکرار يوه خبره

په ورورور وير شي تر زړه

چې پښتون راته څوک ياد کا

پرې خوشال شم زړه مې ښاد کا

ددې خوشي ملک هر څه شته

خو پښتون، پښتنې نشته

چې له ذاته په کې نه وي

هغه ملک توره تياره وي

په ډيلي کې پښتانه وو

ورځ او شپه يې تله راتله وو

په ديدن به يې خوشال وم

په سخن به يې نهال وم

اوس له خپله اصله نسله

يو سړی نشته له اصله

يوزه بل شاهي بېگ دواړه

هندوبېگ دموږ په غاړه

د همه ولسه گوښي

د لرگيو په اور يښي

په فراق د ښويارانو

به لا خوښ يم له چشمانو

چې دهر اشنا د پاره

پشکال شو څو څوواره

رخ يې دی چې دا سېلونه

په مخ يوسي غاړې غرونه

رخ يې دی چې دا اهونه

سرې لمبې کا ډېر کورونه

چې بيدار وم په دا ځای وم

چې اوده شم نور په سرای وم

په ويښوالي په زنځير وم

په اودوالي په کشمير وم

خو چې سترگې وبله کښېږدم

په خپل ځای وم دا ځای پرېږدم

واړه جټ سره ويل کړم

واړه باز وته کتل کړم

زړه مې حظ له صدر مومي

زر زر راشي زر زر درومي

راته ناست د بابا دل وي

يا په کښل يا په لوستل وي

که سکندر وي که گوهر وي

راته واړه جلوه گر وي

چې له چا سره ديدن و

ياگفتن يا شنيدن و

لکه گشت و يا به ښکار و

يا به نور د دنيا کار و

په خوب واړه هغه شان وي

پرې مې درست خاطر نشان وي

چې له خوبه نه بيدار شم

بيا له عمره نه وېزار شم

نه مې زويه نه مې وروڼه

نه کورونه وي نه لوڼه

نه اسونه، نه بازونه

نه خبرې، نه رازونه

نه مې گشت وي نه ښکارونه

نه په سرای کې نور کارونه

يکتنها په کټ کې پروت يم

بنديوان د هند د کوټ يم

دا مې حال دا مې احوال دی

که وايه شي ډېر مقال دی

چې په ما باندې دا حال دی

څه د پاسه يونيم کال دی

په دا کوټ کې بنديوان دي

مسلمان دي که هندوان دي

لږ تر دوه سوه نه کم دي

بند په ظلم په ستم دي

چې يې وخت د پلار نيکه و

هومره بند په دا ځای نه و

چې باچا دهند اورنگ شه

بېدادي شوه جهان تنگ شه

دکوټونو بنديان ډېر شول

تر حسابه تر شمار تېر شول

هم راڼۍ، راجگان بند دي

شيرخواره هلکان بند دي

دا چې بند د ما سره دي

په هر سن دما سره دي

راته واړه تله راتله کا

واړه کار دما په زړه کا

راته لولي کتابونه

راته وايي خپل خوابونه

په شطرنج مې زړه بېر بېر کا

چې کم غم له ډله هېر کا

که قصې کا افسانې دي

دا همه انېبانې دي

زړه مې سود په هيچا نه کا

اورچې بل دی اوبه څه کا

څوک چې نرد را لره راوړي

وايم درد رالره راوړي

هغه زړونه چې رنځور دي

له همه هوسه دور دي

بې دلداره که گلزار وي

دعاشق تر سترگو خار وي

بې يارانو که بهښت وي

و خوشال وته به زښت وي

چې دسرای له لوريه راشي

په غه باد مې خاطر وا شي

چې غه باد دما دغره وي

بوی د مښکو ور سره وي