غزل

ارتينې په عقل کمې

Khushal Khan Khattak

ارتينې په عقل کمې

خود بخود دصورت غمې

ته د دېو سره سم يې

دوی له تا سره ناسمې

زر نېکۍ ور سره وکړه

په يوه ذره برهمې

درته زهر شي، تا وژنې

چې يې ته گڼې مرهمې

د وفا په خوی کې نه دي

همېشه جفا شيمې

د آدم په صورت روغې

په معنی کې نا آدمې

تا به گرم په لږ گناه کا

دوی په لوی گناه نا گرمې

څو يې کج وړې هومره کجې

څو يې درد وړې هومره غمې

په هر کار کې ديگر گونې

په خوله رامې، په زړه رمې

پاسه تن يې ښايسته دی

په درون لکه ارقمې

نور څه مه وايه خوشاله!

تر وجود ښې دي عدمې