نظم

ارتينې په مثال گل دي

Khushal Khan Khattak

ارتينې په مثال گل دي

گل تازه ښه دی خوشاله

تر شل کاله تازه گل ده

بده نه ده تر دېرش کاله

چې تر دېرش کاله زياتېږي

پرېواته يې دي له خياله

چې د سر وېښته يې سپين شي

نورې څه له خط و خاله

که درست ځان زر و زېور کا

سود يې کوم دی له جماله

زوړ چې ښه جمال ته گوري

بيايې ځوان شي له وصاله