غزل

اشفته دې د جمال يم

Khushal Khan Khattak

اشفته دې د جمال يم

همېشه دې په دا خيال يم

نورو مينو ته مې شا کړه

مين ستا په زلفو خال يم

چې مې اوښکې په گرېوان ځي

دا په تا پسې بد حال يم

ځای مې ته يې په خاطر کې

ته ريحان يې، زه سفال يم

نور مې هر څه فراموش دي

ارزومن دې د وصال يم

لا د مهر ويل پرېږده!

په ښکنځلو دې خوشال يم