څلوريزه

عاشق وېزار دی له موره پلاره

Khushal Khan Khattak

عاشق وېزار دی له موره پلاره

پروا يې نه شي له نوره ناره

ودين ته شا کا تر ايمان تېر شي

کفر قبول کا د يار د پاره