غزل

عاشقان له بېش و کمه آسوده دي

Khushal Khan Khattak

عاشقان له بېش و کمه آسوده دي

له وجوده، له عدمه آسوده دي

د ساقي له لاسه ډکې پيالې اخلي

په مستۍ کې دم تر دمه اسوده دي

بت پرست دي د مغان په خرابات کې

خوښ، خرم، خوشال له غمه آسوده دي