غزل عاشقۍ راباندې سيوری کړه مرۍ Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 عاشقۍ راباندې سيوری کړه مرۍ هېڅ مې نه درومي بې ياره تر مرۍ 02 څه اثر به يې د عقل وي په سر کې د هغو په سر چې کښېني ښاپېرۍ 03 د مژگانو په پنجو مې زړه راکاږي خدای د ترکو برندې سترگې کړې زمرۍ 04 علوفه به يې بې غمه نور څه نه وي هر چې کاندي د خوبانو چا کرۍ 05 لږ د صبر سبق ما لره هم راکړی که په عاشق کې څوک دغه طاقت لرۍ 06 خدای د عشق د پيره دارو په لاس ورکړم چې شپه او ورځ مې غږوي لکه طرۍ 07 په صورت مې نرۍ تبه شوه ولاړه تا چې دواړه سترگې تورې کړې نرۍ 08 د وصال دلالان کوم طرف ته غواړم چې بندي شوم د هجران په کچرۍ 09 نور د شمعې په فانوس کله پټېږي تا چې واغوستې د خيال جامې نرۍ 10 زه رحمان په زړه نری کړم هغه جونو چې يې ملا ده د وېښته په دود نرۍ Dictionary meaning × Headword