غزل

عاشقۍ راباندې سيوری کړه مرۍ

رحمان بابا

عاشقۍ راباندې سيوری کړه مرۍ

هېڅ مې نه درومي بې ياره تر مرۍ

څه اثر به يې د عقل وي په سر کې

د هغو په سر چې کښېني ښاپېرۍ

د مژگانو په پنجو مې زړه راکاږي

خدای د ترکو برندې سترگې کړې زمرۍ

علوفه به يې بې غمه نور څه نه وي

هر چې کاندي د خوبانو چا کرۍ

لږ د صبر سبق ما لره هم راکړی

که په عاشق کې څوک دغه طاقت لرۍ

خدای د عشق د پيره دارو په لاس ورکړم

چې شپه او ورځ مې غږوي لکه طرۍ

په صورت مې نرۍ تبه شوه ولاړه

تا چې دواړه سترگې تورې کړې نرۍ

د وصال دلالان کوم طرف ته غواړم

چې بندي شوم د هجران په کچرۍ

نور د شمعې په فانوس کله پټېږي

تا چې واغوستې د خيال جامې نرۍ

زه رحمان په زړه نری کړم هغه جونو

چې يې ملا ده د وېښته په دود نرۍ