غزل

اشرف سر تر سره نفس اماره دی

Khushal Khan Khattak

اشرف سر تر سره نفس اماره دی

په حسد، په حماقت کې اواره دی

سعادت به د مېږي ازار وانخلي

دواړه لاس په غوږ نيولي، بېچاره دی

د بهرام له حاله څه وايم و چاته

په عالم کې يې دخولې کار اشکاره دی

چې د گډې په څرمنې مخ جارباسي

يحيی خان دهغې تروړې په شماره دی

عابد خان دې خدای له هرې بلا ژغوري

په غليم باندې غالب په ستاره دی

خالد خان په مصلحت کله لر بر شي

که نه، نور د راجپوتانو کټاره دی

قادر خان زما په باغ کې يو گل نه دی

نه، دسته درسته د گلو پشتاره دی

د صفدر خان په هيڅ کار کمی نور نشته

که يو بخت ورسره مل شي، ننداره دی

چې په ځای يې ناقابل زويه خاني کا

د خوشال خاطر په دا پاره، پاره دی