نظم
اشتياق دخپلې مور ور سره حقيقت
Khushal Khan Khattakچې د ما دمور قدم دی
هغه ملک په ما ارم دی
که دپښو تلې يې کښل کړم
دُر گوهر پرې باندې تل کړم
تن مې خاورې په غه لار شوای
چې ددې باندې رفتار شوای
درېغه درېغه خپلې مورې
آواره خبرې نورې
وزر وکړای له دې ځايه
يو ځل ورغلای تر سرايه
په هر چا وگرځېدلی
حال د واړو وليدلی
چې مې مور په غم کې څه کا
چې مې خور په غم کې څه کا
دکورونو حال مې څه دی
د ولس احوال مې څه دی
څوک خوشال دي څوک دلگير دي
څوک خندا کا څوک په وير دي
څوک په سرای کې حکومت کا
په کې عيش و فراغت کا
څوک د سرای کې حکومت کا
په کې عيش و فراغت کا
څوک د سرای دعالم غم خوري
غم يې زيات خوري که يې کم خوري
په محل کې مې څوک ناست دي
په خواب گاه کې مې څوک ملاست وي
د محل مېرمنې څه شوې
چې تر وره پاڅېدای نه شوې
ناز پرور زويه مې څه شول
په کوم کوم بلا د خواره شول
اشرف خان به چېرته بند وي
څه به کار څرنگ بې ژوندی وي
غم د پلار که دخپل ځان کا
که دکور که د اخوان کا
مخ يې وليدی د زويه
که لا بند ورغوي ژويه
غم د ميندو پرې انبار دی
که دخوېندو پرې انبار دی
د ولس په غم گوتار دی
که څه لا په بل بل کار دی
چې په سرې په جهان دي
مسلمان دي که هندوان دي
که يې هيڅوک په سر نشته
نه مغول نه پښتانه شته