نظم
اته ويشتم فصل - په بيان د رنگونو د مرغانو کې
Khushal Khan Khattakرنگا رنگ پاسي له جالي نه مرغونه
لکه باز هسې شاهين لري رنگونه
د مرغانو ها په جاله کې څلور وي
په يوه جاله کې زېړ وي ، سپين وي ، تور وي
چې رنگونه ورکوي پروردگار دی
يو د بل په څېره نه وي عجب کار دی
ابقازي شاهين په ملک دگرجستان وي
يا په غرونو د سنبل د هندوستان وي
تر دا نورو په قيمت په وزن گران وي
سينه سره په شا د تور کارگه په شان وي
د سپين باز لاهومره ډېره بهانه وي
تر سپين بازه لا افزون قدر دده وي
د کوترې باولۍ وخوري وهي زاڼې
تر اشيان خېژي چې تورې شي مماڼې
د کابل، د قندهار چې اشياني دي
دا همه واړه په نام خراساني دي
د شاهين مرغی پيدا که په حمل شي
راوکښنه يې د ثور په اول شي
چې شاهين خراساني وي ځينې ځينې
د بارۍ غوندې لوی روغ وي اوږې پلنې
تر دا مې نه اشياني شاهين بهتر دی
که دا مې شاهين ښکاري شي بلند پر دی
که شاهين دي له نيولو نه منکر شي
بويه دا چې په زنده دې څورب زر شي
دوباره يې لکه نوی هسې ساز کا
ښکار پرې هر کله بامداد په وخت نماز کا
په رېزه يې سېره وه ډنگر دې اوسي
تر هغه چې قاز کلنگ په ډکه يوسي
که شاهين دې بلند تر دررومي مير ښکاره
ته يې مه نيسه هر گز له رېزه ښکاره
په شاهين سره هيليې ډېرې نسه
هسې رنگه به تېز پر شي بيا ي ې کسه
شاهين گرد لنډه لکۍ، سينه ور ښه دی
اوږد ور مېږ مښوکه ور تنه ور ښه دی
دمښوکې سوری ارت کټه ساری
که يې مومې بل به نه وي دده ساری
دمښوکې سوری لوی مښوکه لويه
باز شاهين څه ! دا د هر جانور بويه