نظم

ايمان راوړ نه په خشر

Khushal Khan Khattak

حضر حق دی و به شينه

نېک و بد به موتلينه

اوېزانده به کا تله

عدالت به کا په خپله

جبرائيل به وزن کاندي

حکم دا دی په ده باندې

چې کفی دا ترازو دی

برابره په هر سودی

چې دا درسته دنيا واړه

څوارلس ځله به وي دواړه

د هر چا چې څه کردار وي

د اخيار که د اشرار وي

همگي به وزن کېږي

جبرائيل به پرې خبرېږي

که نېکي زياته وي څومره

چې د ږدنو دانه هومره

هغه کس به جنتي شي

په حساب به فراحتي شي

چې يې تله سپکه شينه

و دوزخ لره به ځينه