نظم
باب د معرفت د پيغمبرانو
Khushal Khan Khattakتر لک زيات پيغمبران دي
څوک نبي څوک مرسلان دي
همه واړه نېک کردار دي
امينان دي و فادار دي
عالمان دي راست گويان دي
د وگړي نېک خواهان دي
نه يې نقش نه يې هوا وه
هره چار يې په رښتيا وه
يا به وحې يا الهام و
چې يې چا وته کلام و
زيات و کم ويل يې نه کړه
چې يې کړه واړه يې ښه کړه
محمد په کې افضل دی
هم آخر دی هم اول دی
د دين کار په ده تمام شه
خاتمت دده په نام شه