غزل باد يې لاس په پلو کښېږدي سره رېږدي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 باد يې لاس په پلو کښېږدي سره رېږدي گل يې مخ وته نظر کا خولې پرېږدي 02 لا له ورايه رنگ و بوی ورته پېشکش کا چې په سيل د بهار په گلو پښې ږدي 03 څو مې ستا مړوند د سر سروېږدی نه شي سر به هيڅ کله کښېنږدم په سرو ېږدي 04 هغه کس چې مې داغ ايښی په خاطر دی هم هغه به بيا مرهم ورباندې کېږدي 05 څو خپل زړه نيسم د زلفو له سودا نه راشي لا دورې درازې راته بلېږدي 06 د ډيلي بادشاه به ښکته کا له تخته که شين خال د دواړو وروځو تر منځ کېږدي 07 د خوشال خاطر په مثل کاروان سرای دی اندېښنې پرې کاروانونه ملي، لېږدي Dictionary meaning × Headword