نظم
بدخويي راسره يار شو
Khushal Khan Khattakبدخويي راسره يار شو
خدای دې امن ځنې راکا
چې تش وگورم وچاته
نور زما جزا سزا کا
که لږ ووی وبله وکړم
په ماڼې شي راته شا کا
مگر بخت په ميان کې راشي
چې يې ماسره پخلا کا
هيڅ زما په رضا نه وي
څو چې شي خپله رضا کا
چې مين شوې قبلوه يې
که هرڅو جور و جفا کا
دادي ياد نه دي خوشاله
دا خپل زړه چارې په تا کا