غزل بادشاهي لري هر یو غلام دا ستا Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بادشاهي لري هر یو غلام دا ستا د خاصانو په ځای ناست وي عام د ستا 02 پخته کله وي چې لاف د پختګۍ کا پختګان دي پۀ دا خم کې خام د ستا 03 خو هم هومره یې په ننګ و نام نظر وي چا چې نۀ وي اورېدلی نام د ستا 04 همېشه به له مقامه بې مقام وي هغه څوک چې لټوي مقام د ستا 05 څو په خپلو وینو ګل غوندې غرک نه شي و بۀ نۀ ویني رخسار ګلفام د ستا 06 صبح و شام په هغو خلکو باندې یو وي چې آرزو لري هر صبح و شام د ستا 07 بل کلام یې پۀ زړۀ کله آثر کاندي چې تر غوږ یې شي شېرین کلام د ستا 08 فراموش کاندي همه نورې مستۍ هر چې نوش کاندي باده پۀ جام د ستا 09 دا د ستا د تور زلفو عالم ګیر دی تنها نۀ یم نښتی زۀ پۀ دام د ستا 10 زه رحمان دعا سلام پۀ هغه وایم هر چې ما لره راوړي سلام د ستا Dictionary meaning × Headword