غزل

بادشاهي لري هر یو غلام دا ستا

رحمان بابا

بادشاهي لري هر یو غلام دا ستا

د خاصانو په ځای ناست وي عام د ستا

پخته کله وي چې لاف د پختګۍ کا

پختګان دي پۀ دا خم کې خام د ستا

خو هم هومره یې په ننګ و نام نظر وي

چا چې نۀ وي اورېدلی نام د ستا

همېشه به له مقامه بې مقام وي

هغه څوک چې لټوي مقام د ستا

څو په خپلو وینو ګل غوندې غرک نه شي

و بۀ نۀ ویني رخسار ګلفام د ستا

صبح و شام په هغو خلکو باندې یو وي

چې آرزو لري هر صبح و شام د ستا

بل کلام یې پۀ زړۀ کله آثر کاندي

چې تر غوږ یې شي شېرین کلام د ستا

فراموش کاندي همه نورې مستۍ

هر چې نوش کاندي باده پۀ جام د ستا

دا د ستا د تور زلفو عالم ګیر دی

تنها نۀ یم نښتی زۀ پۀ دام د ستا

زه رحمان دعا سلام پۀ هغه وایم

هر چې ما لره راوړي سلام د ستا