غزل

بېهوده يې د دستار په شمله خيال دی

Khushal Khan Khattak

بېهوده يې د دستار په شمله خيال دی

چې په وخت يې د مرديه حال بل حال دی

مرتبې د هر چا نه دي سره سمې

د خره بار د فيل په شا باندې مثقال دی

څوک جرعه د ميو نه لري په جام کې

د چا جام په صافو ميو مالا مال دی

دا گلشن دې همېشه تر و تازه وي

چې يې خېز د ښو گلونو کال په کال

په خوږه مېوه د ونې قدر شناخت وي

د سړي قدر د نېکو په خصال دی

په ناحق به گرم، ماڼه له هيچا نه کا

د بدانو غليم واړه خپل افعال

که جنت لره څوک بيايي يا دوزخ ته

بله نه وينم په منځ کې خپل اعمال دی

کشکې پاتې شي و تا و ته تر تلو

په دنيا دې د هر چا سره جنجال دی

چې د پلار او د نيکه هنر يې نه وي

هغه زويه پيدا شوی غير سيال دی

ته چې لافې د مردانو د ميدان کړې

په ميدان دې کوم راوړی استقلال دی

د شهباز تر ځايه کله باښې رسي

که راوړی يې له ځايه پر و بال دی

که همه خلک يې سر شي په غندنه

بېچاره خوشال په خپل هنر خوشال دی