نظم بل معجون Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 فلفلين واخله ای جانه فلفل مول وخولجانه 02 زنجبيل او قرنفل هم پهکر مول و بيا کهل هم 03 برابر په وزن دواړه گوښی گوښی يې ونغاړه 04 چې بېل بېل يې سره آس کړې بيا يو ځای به يې ته ناس کړې 05 که په تول دا آته توکه شېرشاهي شي زما روکه 06 قند څلور شېرشاهي بويه سره گډ يې کړه ای زويه 07 اووه ورځې يې نگاه کړه پرې عمل سبا بېگاه کړه 08 دوه درمه په خفتن خوره دوه درمه په خاستن خوره 09 دادارو لکه سره زر دي هر زحمت لره بهتر دي 10 هم صحت دتن پيدا کا هم قوت دتن پيدا کا Dictionary meaning × Headword