نظم
بل رنگ
Khushal Khan Khattakلونگ ويشوه جانه
دوه درمه ای پردانه
د لونگو اوبه نوش کړه
ښه دارو دي له ما گوش کړه
نه ځردل په اور کېږي
قی لا هم په دا کمېږي
شوه په دوه درې لونگه
آس پرې گډ دی له فرهنگه
که ناشته يې هر سبا خوري
ښه اعلی که تل دا خوري
په زوړوالي په برنا وي
خورنده به تر هر چا وي
واړه سونډ غنيه خشته وي
چې د قي د پاره ښه وي
دواړه سم دوه دوه درمه
کنډ کپر يې کړه همدمه
په اوبو کې يې په جوش کړه
پر شېر گرمي اوبه نوش کړه