نظم

بل رنگ دارو اشتها لره

Khushal Khan Khattak

اشتها لره څو څيزه

مجرب دي له تميزه

قرنفل څلور درمه

مستکي ور سره سمه

شل درمه سونډ هم بويه

واړه ښه ميده ورسويه

واړه ښه سره گډوډ کړه

دو چندان نبات پرې گډ کړه

يو کف هر کله ناشته خوره

په طعام پسې يې ته خوره

اشتها به دې رسا وي

طبيعت به دې صفا وي

شودې پۍ دوه درې لونگه

آس پرې گډ کړه له فرهنگه

که ناشته يې هر سبا خورې

ښه اعلی دي که تل دا خورې

په زوړوالي به برنا يې

خورنده به تر هر چا يې