غزل بله نښانه دعاشقۍ نشته رحمانه Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بله نښانه دعاشقۍ نشته رحمانه! بې نام و نښان شه که يې غواړې نښانه 02 شمع د دلبر سترگې عاشق پر پروانه ځان پرې خپل جليا کا شي يې خونه ويرانه 03 مطر په معنی کې د دلبر د مينې بحر شه صدف د سترگو واړه پُر په دردانه 04 غم مې د زړه وينې تر چشمانو رابېرون کړې اوښکې نه دي وينې ولې شو يې دا بهانه 05 زه په دې له سترگو سيند د اوښکو بهومه وي مهې د وصل موج وهي په آب خانه 06 شوه چشمه د سترگو ستا د غم په وينو صافه ځکه مې همېش اوښکې بهېږي روانه 07 خير د ديدن وخوار عاشق ته ارزاني کړه ته د لبر غني يې د خپل مخ په خزانه 08 اوښکو د فراق درباندې زور وکړ رحمانه هېڅ پرواه يې نه شي بې پرواهه مستانه Dictionary meaning × Headword