غزل
بله نښانه دعاشقۍ نشته رحمانه
رحمان بابابله نښانه دعاشقۍ نشته رحمانه!
بې نام و نښان شه که يې غواړې نښانه
شمع د دلبر سترگې عاشق پر پروانه
ځان پرې خپل جليا کا شي يې خونه ويرانه
مطر په معنی کې د دلبر د مينې بحر
شه صدف د سترگو واړه پُر په دردانه
غم مې د زړه وينې تر چشمانو رابېرون کړې
اوښکې نه دي وينې ولې شو يې دا بهانه
زه په دې له سترگو سيند د اوښکو بهومه
وي مهې د وصل موج وهي په آب خانه
شوه چشمه د سترگو ستا د غم په وينو صافه
ځکه مې همېش اوښکې بهېږي روانه
خير د ديدن وخوار عاشق ته ارزاني کړه
ته د لبر غني يې د خپل مخ په خزانه
اوښکو د فراق درباندې زور وکړ رحمانه
هېڅ پرواه يې نه شي بې پرواهه مستانه