څلوريزه

بارخو يې نه دي، گل دگلاب دي

Khushal Khan Khattak

بارخو يې نه دي، گل دگلاب دي

زلفې يې طعن د مشک ناب دي

راشه که دواړه شونډې يې گورې

چې پرې مستېږي هغه شراب دي