غزل بيا مې څه د نورو بولې! تور مه کړه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بيا مې څه د نورو بولې! تور مه کړه! په ما خوار دې ظلم ډېر وکړ، نور مه کړه 02 وايې سپي غوندې مې څو په کوڅه گرځې؟ څو ژوندی په جهان پايم، پېغور مه کړه 03 سر تر پايه اخلاصي يم په يارۍ کې په ناحق مې لباسي بولې، زور مه کړه 04 چې په دوه پيالو د ميو بد مستي کا هغه څوک په مجالس کې ميخور مه کړه 05 يو عجب دميو جام دې ساقي راوړ خداوند يې په دا منځ کې نسکور مه کړه 06 چې حرمت د عاشقانو په کې نه وي په هيڅ رنگ مې په هغه کلي کور مه کړه 07 اشنايي د ناکسانو د ځان غم ده ناکسان له خپله ځانه خمسور مه کړه 08 زه چې نن د بېلتانه په اور ورتېږم د دوزخ لمبه نسبت په دا اور مه کړه 09 راز د عشق دی، فهم دار اوسه خوشاله! ښکارونه يې په خپل زوی و ورور مه کړه Dictionary meaning × Headword