غزل

بيا رباب د مغنې ښه سرايت کا

Khushal Khan Khattak

بيا رباب د مغنې ښه سرايت کا

په نغمه کې نوی نوی حکايت کا

شېخ دې کونج د صومعې زه به گلگشت کړم

د بهار گلونه ماته هدايت کا

گدايانو لره غم د گېډې ډېر دی

بادشاهان دې غم د ملک او ولايت کا

د وفا مهر، کرم به يې لا څه وي!

په جفا کې چې دا هومره عنايت کا

په ماڼې يې هم خوشال شم هم دلگير شم

لکه څوک چې له چا شکر و شکايت کا