غزل
بيا څېره په سر کږه کښېږده له خياله
Khushal Khan Khattakبيا څېره په سر کږه کښېږده له خياله
چې خوبا دې په خوله نوم واخيست خوشاله!
بيا سينه پسې په دواړه لاسه مږم
لکه باز د هوڼايي ووځي له جاله
زه لا هسې کچ وگول ناديده نه يم
چې لاله به بهوم ستا له جماله
که د مښکو انبارې مې په لاس کښېوځي
همگي به صدقه کړم ستا تر خاله
زما مينه هسې نه ده چې نورېږي
که هزار رنگه جفا کړې زما لاله!
د عاشق عمر کوتاه دی، لا په دا هم
که د عمر هره ورځ يې شي سل کاله
په ښېوه، ښېوه رفتار کاندي غزاله
وايي پښې په مځکه نه کښېږدي له خياله
و غمزو وته يې حکم دی چې وژنه!
هم هغه چې مينه کا زما له خاله
د زړه حال يې امانت په کې ليده شي
چې يې تن په صافي صاف دی تر زلاله
له دوه سترگو خبر واخله چې مې وژني
نور به څه پوښتې زما د زړه له حاله
که شېرين اشنا وفا در سره نه کا
په جفا يې هم خوشال اوسه خوشاله!