غزل
بيا وما وته غمزې نگارې وکړې
Khushal Khan Khattakبيا وما وته غمزې نگارې وکړې
دجلاد تر تېغ يې لا خونخوارې وکړې
چا يې شمار د زلفو، هيڅ نه کړ تر سره
د تار تار يې عاشقانو شمارې وکړي
چې دلبرې لره درومې يوه لار ده
مشتاقانو پسې ډېرې لارې وکړې
په نري اواز کاڼه وي نه خبرېږي
ځکه ما هومره په زوره نارې وکړې
څوک چې سترگې غړوي، تر هغو واړو
ما په پټو سترگو ښې نندارې وکړې
څوک خبر ورځنې نه دي، خو هم ما زده
چې يې ما په دوو رخسارو چارې وکړې
ته چې ډېرې اشناييې کړې خوشاله!
په هر لوري دې د غم اجارې وکړې