غزل بېلتانه دې هسې خوار کړ زما دل Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بېلتانه دې هسې خوار کړ زما دل چې له ځانه يې وېزار کړ زما دل 02 لاس و پښې د خلکو نيسي دعا غواړي مينې هسې منت بار کړ زما دل 03 عاشقۍ هومره داغونه دي پرې يښي چې تمام يې لاله زار کړ زما دل 04 بې سببه آزار اخسته ښه نه دي تا په څه سبب آزار کړ زما دل 05 چې د زلفو په کمند سره دې راکېښ په بلا دې گرفتار کړ زما دل 06 ستا چشمانو په کې هسې مقام ونيو چې له غيرو دې وېزار کړ زما دل 07 زه رحمان خو منت بار د عاشقۍ يم چې مين يې په دلدار کړ زما دل Dictionary meaning × Headword