غزل
بېلتانه دې هسې خوار کړ زما دل
رحمان بابابېلتانه دې هسې خوار کړ زما دل
چې له ځانه يې وېزار کړ زما دل
لاس و پښې د خلکو نيسي دعا غواړي
مينې هسې منت بار کړ زما دل
عاشقۍ هومره داغونه دي پرې يښي
چې تمام يې لاله زار کړ زما دل
بې سببه آزار اخسته ښه نه دي
تا په څه سبب آزار کړ زما دل
چې د زلفو په کمند سره دې راکېښ
په بلا دې گرفتار کړ زما دل
ستا چشمانو په کې هسې مقام ونيو
چې له غيرو دې وېزار کړ زما دل
زه رحمان خو منت بار د عاشقۍ يم
چې مين يې په دلدار کړ زما دل