غزل
بې له مينې مې روزگار نه شي پنا يم
Rahman Babaبې له مينې مې روزگار نه شي پنا يم
که په مينه کې مې سر ځي پرې رضا يم
يا به پوی کړم دبهار زېړي گلونه
يا به مړ په کليو پروت لکه بورا يم
پرهارونه مې د زړه زولن خوږېږي
چې يوشتلی يې د زړه په سر رسا يم
نور عالم مې لېونی بولي ترو څه شو
زه مين دمحبوبا په سپينه خوا يم
زه رحمان يې سرگردان په جهان گرځم
له بې دردو مرور له يار پخلا يم