غزل
بندوبست د کاينات شي په خبرو
Khushal Khan Khattakبندوبست د کاينات شي په خبرو
يو تر سلو صدقه شه سل تر زرو
۔۔د سردار د رياست ونه په وينو
په لېړشنو د اعدا کړه سمرونه
۔۔ ارتګي د زړه دليل د جنتي ده
د دوزخ د اور لايق دي دلتنګان
۔۔ درست افغان له قندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار
۔۔ يا کشتي د زورورو سره مه کا
يا د دوی غوندې پېدا که مړوندونه
۔۔ د خانۍ د تورې ځای نشته په عشق کې
معشوقو و ته مريی اوسه خوشاله
۔۔ سر يې هورې قندهار بل يې دمغار دی
په دا مېنځ کې پښتانه واړه عبث دي
۔۔ که اسمان دې د زمري په خله کې ورکا
د زمري په خله کې مه پرېږده همت