نظم

برای پرميو

Khushal Khan Khattak

دا درې څيزه ډېر مفيد دي

د دانا دي د سعيد دي

يوجد وار يې خطايي دي

چې دارو يې عطايي دي

نرسي هندوانه بولي

د طلا په نرخ يې پلوري

بل تل تل که دار چيني خورې

نفع سود به تر هغې وري

مستکي هم تنها ژويه

نفع ډېره لري زويه

څوک چې دا زحمت بيا مومي

چې مزي يې تل تل درومي

په انزال کې يې سرعت وي

دی اخته په مشقت وي

هم دې سونف هم دې نابات کا

په ميزان دې مساوات کا

دوی دې ښه سره ميده کا

يو يو کف دې يې کپه کا

يوڅو ورځې دې يې وخوري

نمکين طعام دې نه خوري

روټۍ بې د مالگې ښه ده

دې زحمت لره دمه ده

که مې دا نصيحت پند کا

تل د رزق هم انند کا