غزل

چا به راکړه په پالنگ دا هسې کښلې

Khushal Khan Khattak

چا به راکړه په پالنگ دا هسې کښلې

که مې نه وای په ازل په قسمت کښلې

شېخ د حورو صفت کا زه د دلبرو

دا زما، هغه ده دعوه پرېښلې

عاشقان يې صد هزار دي په هر لوري

سرگشته، حيران، پرېشان، گونه ځبېښلې

په دربار يې سناسې شه ورته کښېنه

تار په تار د سر ويښته ايرې مښلې

که هر څو د خلقو نجونه ښايسته دي

ما يوه ده غوره چوڼ په کې وکښلې

لا به کله ننداره د هغه مخ کړم

چې مې کډه د خاطر ده پسې لښلې

د هغې پيالې مستي لرم په سر کې

چې پرون مې د ساقي له لاسه ځښلې

نه د مښکو پټېدنه، نه د عشق شته

په ازل يې نه دي دا پردې پوښلې

چې مې تل د مخ ثنا وايې خوشاله

په صله مې سپينه خوله درته بخښلې