غزل چا چې کړې و دنيا وته اسرې دي Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چا چې کړې و دنيا وته اسرې دي د همه واړو په سر خاورې ايرې دي 02 نادانان که د دنيا په چار نازېږي و دانا ته واړه وشتې مسخرې دي 03 چې بې خدايه محبت کا هغه خلک نارينه يې واړه خره ښځې يې خرې دي 04 و سپين ږيريو وته مه وايه سپين ږيري دا همه واړه طفلان د گوارې دي 05 هسې وايه چې څړۍ دي دزنانو که يې ايښې په دستار کې قرقرې دي 06 نه څه فيض نه څه بهره ځنې مونده شي همگي واړه بې فيض و بې بهرې دي 07 ذخيره د دنيا مه کوه رحمانه! دا همه واړه د خاورو ذخيرې دي Dictionary meaning × Headword