غزل
چا چې کړې و دنيا وته اسرې دي
رحمان باباچا چې کړې و دنيا وته اسرې دي
د همه واړو په سر خاورې ايرې دي
نادانان که د دنيا په چار نازېږي
و دانا ته واړه وشتې مسخرې دي
چې بې خدايه محبت کا هغه خلک
نارينه يې واړه خره ښځې يې خرې دي
و سپين ږيريو وته مه وايه سپين ږيري
دا همه واړه طفلان د گوارې دي
هسې وايه چې څړۍ دي دزنانو
که يې ايښې په دستار کې قرقرې دي
نه څه فيض نه څه بهره ځنې مونده شي
همگي واړه بې فيض و بې بهرې دي
ذخيره د دنيا مه کوه رحمانه!
دا همه واړه د خاورو ذخيرې دي