څلوريزه

چار د ځوانۍ د فسق فجوره

Khushal Khan Khattak

چار د ځوانۍ د فسق فجوره

له لاسه ولاړه لکه ښه توره

اوس مې دا زهد چې د پيرۍ دی

کشکې يې چارې هورې منظوره