غزل

چرگ دې خپل چرگوالی کا، که يې رضا ده

Khushal Khan Khattak

چرگ دې خپل چرگوالی کا، که يې رضا ده

چې له بازه بازي کا دده قضا ده

هغه چار به مخامخ په مخه ورشي

چې د چا د هغې چارې تقاضا ده

څوک به خوښ سره پرې نږدې په جهان کې

دا د ځايه ددې د هر اقتضا ده

تېره چار چې يادوې، فايده يې کومه

و دانا ته مضی واړه ما مضا ده

د گومان لړې به تار په تار خورې کا

د يقين اندېښنه بهه تر بيضا ده

د خوشال په ويل غوږ او فکر بويه

چې موندنه د خبرې په امضا ده