غزل

چې هر چا لیدلی نه وي، یار زما

Rahman Baba

چې هر چا لیدلی نه وي، یار زما

خير دی، دا که وایي بد، په کار زما

هر هغه چې وي دلبر زما لیدلی

نه به کا انشاءالله انکار زما

سر زما درګاه، د هغه یار عزیز وي

بې له دې لار نشته، بله لار زما

ما بې عشقه، بل څه څیز زده کړی نه دی

چې څه دی، هم دا دی، واړه کار زما

خدای دې یو له بله هېڅوک آزار نه کا

اې دلبره، ماخله ته آزار زما

یاره ستا د جداییه، په غمونو کې

سیند د اوښکو درومي، په رخسار زما

لوی او هلک واړه ستا خبرې کا

بل ګفتګو نشته په دیار زما

زه رحمان به لاف په عشق کې څه وهم

خود به ځان څرګند کا انتظار زما