غزل چې هر چا لیدلی نه وي، یار زما رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې هر چا لیدلی نه وي، یار زما خير دی، دا که وایي بد، په کار زما 02 هر هغه چې وي دلبر زما لیدلی نه به کا انشاءالله انکار زما 03 سر زما درګاه، د هغه یار عزیز وي بې له دې لار نشته، بله لار زما 04 ما بې عشقه، بل څه څیز زده کړی نه دی چې څه دی، هم دا دی، واړه کار زما 05 خدای دې یو له بله هېڅوک آزار نه کا اې دلبره، ماخله ته آزار زما 06 یاره ستا د جداییه، په غمونو کې سیند د اوښکو درومي، په رخسار زما 07 لوی او هلک واړه ستا خبرې کا بل ګفتګو نشته په دیار زما 08 زه رحمان به لاف په عشق کې څه وهم خود به ځان څرګند کا انتظار زما د قاموس مانا × اصلي کلمه