غزل چې يي عمر د څارويو سره تېر وي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې يي عمر د څارويو سره تېر وي زیست روزګار د هغو هم په هغه څېر وي 02 چې شيطان غوندې ړانده شي څوک يي څه کا که هر څو ورڅخه علم هنر ډېر وي 03 ځوانان واړه برابر نه دي په وزن ځينې من ځينې نيم من ځينې نيم سېر دي 04 که په زړه باندې پراته وي زر غمونه چې مې يار په نظر کښېوزي واړه هېر وي 05 د شکرو تر حلوا به يي لا ښه خورم که د يار له لاسه زهر يا ګنډېر وي 06 د ښه مخ په ننداره به لکه روغ شم که په تن مې پرهارونه د شمشېر وي 07 هر ګيدړ دې عاشقۍ ته هوس نه کا د عشق لاف دې هغه ځوان کاندي چې شېر وي 08 درېغه بيا راسره زر غاړه غړۍ شواي چې فلیل په زلفو پورې د اجمير وي 09 د خوشحال خټک خو کشلي مخ په کار دي که د سوات که د پکلۍ که د بونير وي Dictionary meaning × Headword