نظم
همدارنگه دارو د نفس
Khushal Khan Khattakاطريفل ذنجبيل ياره
څلور توکه شي وشماره
سره واړه دوه درمه
برابر واخله همدمه
بيا اوبه څلور آثاره
په کې جوش کړه زما ياره
چې نيم سېر شي اوبه پاتې
په حساب نه کم و زياتې
ته يې ونوشه شير گرم
پر کوله شي ترم ترم
څو د نفس گوله ور کېږي
دا دارو دې هومره کېږي