غزل

همېشه مې له ښه مخه گفتگوی شي

Khushal Khan Khattak

همېشه مې له ښه مخه گفتگوی شي

چې په لوښي کې څه وي، هغه ترې توی شي

د بلندې په قامت باندې مين شوم

هر چې لويې چارې کاندي هغه لوی شي

چا خپل يار په غېږ کې ونيوه خوښي کا

لا د چا ورپسې هسې جست و جوی شي

د منصور غوندې به غل د خاص و عام شم

که ښکاره مې و عالم ته گوی مگوی شي

په زړه هومره پروتي نه دي چې يې شمار شته

اوس يې چا وته سپړنه موی په موی شي

خار و خس سره يې څه مهر پيوند دی

د بلبلو مينه تل په رنگ و بوی شي

نه به زهد وی، نه علم نه څه نور څه

که څرگنده و زاهد ته په دا روی شي

ځکه هر کله خوشبوی او معطر دی

د سبا يې چې په چم کې تگ و بوی شي

د ناپوه ياري په مثل د ډک جام ده

که هر څو يې ښه ساتم را څخه توی شي

د خوشال ژړا څه نر ناحقه نه ده

چې يې تېره درسته شپه په های و هوی شي