غزل
چې اميد په دا ايام لي
Khushal Khan Khattakچې اميد په دا ايام لي
دا اميد يې ناتمام لي
عافيت غوښتل له دهره
د سبا هيله له شام لي
کل اميد خامې تکيې دي
څوک به څه تکيه په خام لي
په سراب دتږي خوی دی
د اوبو گواهي مدام لي
زه له غمه مخ جارباسم
دی را وړاندې شي، سلام لي
په هيبت دې ناست و خېز کا
چې مزري څخه مقام لي
دغه خون په خپله غاړه
چې دبيم په ځای آرام لي
د خوشال بلا هغه شو
چې سوگند دده په نام لي