غزل
چې بد نه کاندي خبيث
Khushal Khan Khattakچې بد نه کاندي خبيث
نور به څه کاندي خبيث
ځنې طمعه د ښو مه کړه
کله ښه کاندي خبيث
چې د بل ښېگړه ويني
ځان اوبه کاندي خبيث
که يې ځای وکړې په زړه کې
خوږ دې زړه کاندي خبيث
که زما په خوله شي خدای دې
زر ړانده کاندي خبيث
ډېر ابله په نجاست کې
د ځان مله کاندي خبيث
چې جهان ورځنې خلاص شي
خدای دې مړه کاندي خبيث
د مېږي غوندې خوشاله!
الواته کاندي خبيث